د پکتیا د پټان سرحدي ولسوالۍ کې د نجونو یو ښوونځي نوې ودانۍ پرانېستل شوه

د پوهنې وزارت_پکتیا: د پکتیا ولایت د پټان سرحدي ولسوالۍ د پټان د نجونو منځني ښوونځي نوې جوړه شوې ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یاد ښوونځي نوې ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د ۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د پوهنې وزارت د پرمختیایی بودیجې څخه جوړه شوې، چې ۱۰ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې، د زده کوونکو لپاره میز او چوکۍ، د اوبو څښلو څاه، او نورې اړوندې ټولې آسانتیاوې لري. چې د سیمې سلګونو نجونو زده کوونکو ته پکې د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر شوی دی.
په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د پکتیا د پوهنې رییس استاد کوچي ځاځي، د دولتي ادرو یو شمیر مسوولینو، قومي مخورو، د یاد ښوونځي ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.
د پوهنې رییس په خپلو خبرو کې د ښوونځي د نوې ودانۍ د پرانېستو له امله د سیمې اوسېدونکو ته مبارکي وویله او له ولسونو یې وغوښتل، چې د خپلو ماشومانو د ښوونې او روزنې په برخه کې جدي هڅي وکړي.
استاد کوچي ځاځي وايي هڅه کوو د نجونو زده کړو ته لا زیات کار وکړو، د نوموړي په خبره ویاړو چې د یاد ښوونځي چارې د یوې ښځینې آمرې له لوري پر مخ وړل کیږي. د دې ترڅنګ دی وايي چې د ښځینوو د برخې د لا پیاوړي کېدو په موخه یې سږ کال د پوهنې ریاست اړوند په مختلفو برخو کې ښځینه کارکوونکې په دندو ګمارلې دي.