د پکتیکا د پوهنې په ریاست کې د چاپېریال پاکونې حشر تر سره شو

د پوهنې وزارت_پکتیکا: د پوهنې وزارت د محترم مقام د لار ښووني سره سم د پکتیکا ولایت د پوهنې په ریاست کې هم د چاپېریال پاکونې حشر د یاد ریاست رئیس انجنیر محراب الدین شفق په مشرۍ د مرکزي هستې ټولو کارکوونکو په مټ په ګډه تر سره شو.
ښاغلی شفق د پوهنې ریاست ټولو کارکوونکو استادانو او شاګردانو ته سپارښتنه وکړه چې د خپلو کاري ځايونو د پاکونې په اړه دوامداره لازم اقدامات تر سره کړي تر څو له یو خوا مو خپل کاري چاپېریال پاک ساتل شوی وي او له بل خوا د قسم قسم امراضو کوم چې د ککړ چاپېریال څخه رامنځته کېږي مخه نیولې وي .
د پوهنې رییس د ښوونځيو امرینو ته سپارښتنه وکړه چې: په ټولو ښوونځيو کې د روان کوید ۱۹ وژونکي وایروس د مبتلا او وقایې ټولو صحي لارښوونو ته په جدي توګه توجه وکړئ.