د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مدارسو او دارالحفاظونو د اجرایوي مامورانو لپاره مسلکي سیمینار دایر کړ
د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ۲۴ ولسوالیو د مدارسو او دارالحفاظونو اجرایوي مامورینو لپاره د مکاتیبو لیکلو او نورو اداري چارو په اړه یو ورځنی تعلیمي او مسلکي سیمینار ترسره کړ.
د پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وویل چې د سیمینار موخه د مدارسو او دارالحفاظونو د اداري چارو ښه کول، د مکاتیبو لیکلو او نورو رسمي اسنادوپه تړاو د مهارتونو پیاوړتیا او د تعلیمي چارو د منظم مدیریت لپاره زمینه برابرول دي.
ګډونوالو هم د سیمینار څخه خپل رضایت څرګنده او د دوی د اداري او مسلکي مهارتونو لاښه کولو لپاره یې د داسې ورکشاپونو او روزنیزو سیمینارونو د دوام غوښتنه وکړه.
