د ځینو ولایتونو د پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۳ - ۱۱:۱۴
123

بغلان

د بغلان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد نور عزیزي، د .ا.ا. د حکمونو او فرمانونو د څارنې د دویمې کمېټې له رئیس قاري سمېع الله احمدي سره وکتل.
د پوهنې رئیس ورغلي پلاوي ته داسلامي امارت د عالي مقام د حکمونو او فرمانونو د پلي کولو ډاډ ورکړ او په یاده برخه کې یې د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.

سرپل

د سرپل ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني او تخنیکي ټېم، د یاد ولایت کوهستانات ولسوالۍ ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې، د پوهنې له مسئولینو سره د کتنې پرمهال، د پوهنې د ودې او هوساینې په اړه مشورې او نظرونه تبادله کړل.
نوموړي هلته د ښوونځيو د اداري او تدریسي چارو د کتنې ترڅنګ، د ښوونیزو بنسټونو د بیارغونې له چارو هم څارنه وکړه.

ننګرهار

د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ د دوو ښوونځیو ۶۳۸ تنو زده کوونکو ته، د یوه همکار بنسټ له لوري، ښوونیز توکي ووېشل شول او د یاد ولایت له نورو ښوونځیو سره یې د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه. 
د ننګرهار پوهنې ریاست د یاد مرسته کوونکي بنسټ له همکاریو مننه وکړه.

لوګر

په لوګر ولایت کې د افغان ترک ښوونځیو ادارې، د یاد ولایت د پوهنې ریاست په همغږۍ د آزادې سیالۍ په ترڅ کې، له ۸۲ تنو زده کوونکو څخه آزموینه واخیسته.
ټاکل شوې، هغه کسان چې معیاري نمرې تر لاسه کړي، د افغان ترک دارالعلوم کې د زده کړو دوام لپاره شامل شي.

نیمروز

د نيمروز ولايت پوهنې رئيس مولوي ګل احمد حقاني او ورسره مل پلاوي، د یاد ولايت مرکز اړوند د عبدالرحمن لالا لېسې اداري او ښوونيز فعاليتونه\ وڅېړل او د يادې لېسې مسئولينو ته يې يو لړ لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۴
Background image

په جوزجان ولایت کې له ۴ جرېبه څخه زیاته ځمکه پوهنې ته وقف شوه

د جوزجان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وايي، د آقچې ولسوالۍ د «صافي» کورنۍ ۴ جرېبه او درې سوه متره مربع شخصي ځمکه چې ټول لګښت یې شاوخوا ۱۷۲ زره امریکایي ډالر اټکل شوی، د «عبدالغفور خان صافي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۰
Background image

داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار پوهنې رياست د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره ۳۹ قلمه غير مطبوع قرطاسيه‌توکو او د پرنټر ټونرونو ته اړتیا لري.
هغه لوژستيکي-سوداګریز شرکتونه او پلورنځي چې د ياد قرارداد ترلاسه کولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۱:۳
Background image

په کندهار ولایت کې د ۱۴ بابه مدارسو او ښوونځیو د ترمیم پروژې پیل شوې

د کندهار ولایت پوهنې ریاست د ښوونیز او روزنیز بهیر لا ښه‌والي او بنسټیزو آسانتیاوو برابرولو په موخه، د ۱۴ بابه تعلیمي مرکزونو ترمیم چارې د ۷ مېلیونه او ۵۹۰ زره افغانیو په لګښت، د ۱۴۰۴. . .

BACK TO NEWS