د کابل ولایت د مدارسو فعالیتونو د لاښه والي لپاره سیمینار جوړ شو
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د دارالعلومونو رئيس مولوي عبدالقدوس مزمل وايي: د ترکيې د ښوونې او روزنې بنسټ مسئولينو له لوري، د کابل ولايت مرکزي دارالعلوم د ښوونکو او مسئولينو لپاره د ظرفيت لوړونې سيمينار جوړ شو.
په دغه سیمینار کې دوی ته د دیني او عصري علومو د تدریس نوې لارې چارې ور وښودل شوې.
له بلې خوا د ياد سيمينار ګډون والو دغه ډول ښوونيز پروګرامونه د استادانو د تدريسي مهارتونو په لوړولو کې اغېزمن وبلل او په راتلونکي کې يې د دوام غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس، د کابل ولايت د يو شمېر ښوونځيو او دارالعلومونو له اداري او تدريسي فعاليتونو څخه څارنه وکړه او د ښوونې او روزنې د چارو د ښه والي او د لا زيات نظم او دسپلين د تامين په خاطر يې لازمې لارښوونې او مشورې وکړې.
