د کنړ په ولایت کې د ۴۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د دریو ښوونځيو نوې ودانۍ پرانیستل شوي
د پوهنې وزارت_کنړ: د کنړ ولایت په پیچ درې ولسوالۍ کې د ننګلام د هلكانو لېسې نوې ودانی، د وډيګرام د منځني ښوونځي ودانی او د ميرزا محمد شهيد د ديني مدرسې ودانی د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د كنړ والي محمد اقبال سعيد، د پوهنې ریاست مسوولینو، او د ولايتي شورا د رييس لخوا په داسي حال کې چې د سیمې قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود د پټی په پریکولو سره پرانسیتل شوي.
د پوهنې رياست مرستيال الحاج اخوندزاده په وینا یادې ودانۍ د پوهنې وزارت د پرمختیایی بودجې پر مټ جوړې شوي، چې د دننګلام د هلكانو لېسه په دوو پوړونو كې ۱۷،۷ میلیونو افغانیو په لګښت د ۱۵ خونو په درلودو سره يوه حلقه ژوره څاه، لس غرفې تشنابونه، چهاردېوالي او ۳۳۶ پايې يو نفري چوكۍ او نور اړین آسانتیاوې لري جوړه شوي.
د وډيګرام ښوونځۍ د ۱۹ميليونو افغانيو په لګښت جوړه شوى، چې ۱۴ خونې، چهاردېوالي او ۵ غرفې تشنابونه او نورې اړوندې ښوونیزې آسانتیاوې هم لري.
د ميرزا محمد شهيد مدرسه د (۷،۴) ميليونو افغانيو په لګښت جوړه شوې، ۶ خونې، يوه حلقه څاه لس غرفې تشنابونه او ۱۲۰ پايې ميز او چوكۍ او نور اړین ملحقات لري. چې د یادو ودانیو له پرانېستو سره د ښوونځیو زده کوونکو ته د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر شي.
د کنړ والي محمد اقبال سعید د یادو ښوونځيو د پرانیستلو په تړاو جوړو شویو مراسمو کې ټینګار وکړ، چې د دې ولایت ټولو زده کوونکو ته به د باکیفیته او متوازنو زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي.
د کنړ والی د ښوونیزو مرکزونو په ساتلو کې ولسونه همکارۍ ته را وبلل او ژمنه یې وکړه، چې د دې ولایت په تعلیمي نظام کې شته ستونزو ته به رسېدنه کوي او زده کوونکو ته به لازمې آسانتیاوې برابري کړي.
