له ولایتونو څخه د پوهنې اړوند څو خبرونو لنډیز 

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۱۴:۲۰
123

بادغیس

د پوهنې وزارت د پلان ریاست د کارپوهانو یو پلاوی، د ۱۴۰۱ او ۱۴۰۲ لمریز کلونو د عملیاتي پلانونو د ارزونې په موخه، بادغیس ولایت ته ولاړ او د یاد ولایت پوهنې ریاست له مشرتابه سره یې د لیدنې پر مهال، د پرمختګونو، موخو، پلاونونو او ننګونو په تړاو تفصیلي خبرې وکړې.

دایکنډي

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت د دفتر آمر موسی کلیم وهاج، دایکنډي ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له پوهنې رئیس قاري عنایت الله سهار سره وکتل.
 د یاد پلاوي د سفر موخه، د کیفیت تضمین معینیت د آزموینې د ادارې د APEX پروګرام د ارزونې ټېم د فعالیتونو څارنه ده، چې څه موده وړاندې د پوهنې وزارت له لوري یاد ریاست ته استول شوی ؤ.

بیا هم له یاد ولایت څخه:

د دايکنډي ولايت يو شمېر ديني علماوو او مشرانو د یاد ولايت له پوهنې مشرتابه څخه مننه وکړه، چې د دوی اولادونو ته د ښوونيزو خدمتونو په وړاندې کولو کې زیاتې هلې ځلې کوي.
دغه راز د یاد ولایت مشرانو د پوهنې له رياست سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

لوګر

افغان ترک دارالعلوم، د لوګر ولایت له پوهنې ریاست سره په همغږۍ، په یاد ولایت کې د زده کوونکو لپاره د نوم لیکنې نوی بهیر پیل کړ.
د نوم لیکنې دغه بهیر به د روان لمریز کال د تلې میاشتې تر ۲۱ مې نېټې پورې دوام ولري.
یاد دارالعلوم چې د کابل ولايت په بګرامي ولسوالۍ کې موقعيت لري، د پوهنې وزارت د کړنلارې له مخې تر شپږم ټولګي پورې نارينه زده کوونکي جذبوي.

کاپیسا

د کاپیسا ولایت پوهنې ریاست کاري غونډه، د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد فرید حقاني په مشرۍ، د سیمه ییزو ادارو او مرستندویه بنسټونو د مسئولینو په ګډون جوړه شوه.
ګډون والو د خپلو کړنو او راتلونکو پلانونو په اړه مشرتابه ته معلومات ورکړل.
 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۴
Background image

په جوزجان ولایت کې له ۴ جرېبه څخه زیاته ځمکه پوهنې ته وقف شوه

د جوزجان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وايي، د آقچې ولسوالۍ د «صافي» کورنۍ ۴ جرېبه او درې سوه متره مربع شخصي ځمکه چې ټول لګښت یې شاوخوا ۱۷۲ زره امریکایي ډالر اټکل شوی، د «عبدالغفور خان صافي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۰
Background image

داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار پوهنې رياست د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره ۳۹ قلمه غير مطبوع قرطاسيه‌توکو او د پرنټر ټونرونو ته اړتیا لري.
هغه لوژستيکي-سوداګریز شرکتونه او پلورنځي چې د ياد قرارداد ترلاسه کولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۱:۳
Background image

په کندهار ولایت کې د ۱۴ بابه مدارسو او ښوونځیو د ترمیم پروژې پیل شوې

د کندهار ولایت پوهنې ریاست د ښوونیز او روزنیز بهیر لا ښه‌والي او بنسټیزو آسانتیاوو برابرولو په موخه، د ۱۴ بابه تعلیمي مرکزونو ترمیم چارې د ۷ مېلیونه او ۵۹۰ زره افغانیو په لګښت، د ۱۴۰۴. . .

BACK TO NEWS