له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

- بادغیس
د غوره ښوونې او روزنې تر عنوان لاندې پنځه ورځنی ورکشاپ د پوهنې د څارنې د آمرینو لپاره د NRC دفتر په مالي مرسته او د قادس، آب کمري ولسوالیو د ښوونځیو په ګډون د ۹۸ تنو ښوونکو لپاره، چې ۱۹ تنه یې ښځینه ښوونکي دي. د پوهنې ریاست او د یاد دفتر د استازو په ګډون د بادغیس د پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
- بلخ:
د بلخ ولايت د پوهنې ريس مولوي عبدالجليل شهیدخېل د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو د معينيت د نغدي مرستو د وېش په موخه خلم ولسوالۍ ته لاړ او د يادې شوې مرستې د وېش پر مهال يې د يادې ولسوالۍ له تدريسي بهير او اداري چارو څخه ليدنه وکړه.
- خوست:
د خوست ولايت د پوهنې ریاست د ښوونې او روزنې آمر مولوي محمد حسن فاروقي د دغه ولايت په موسی خېلو ولسوالۍ کې د نعمانيه جامعې او حنفيه جامعې له خصوصي مدارسو څخه ليدنه وکړه او د خصوصي مدارسو د درسونو پر کيفيت يې ټينګار وکړ. نوموړي همدا راز مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د وزارت له خوا د مرستو د لګښت په اړه مفصل راپور وړاندې کړي.
- هرات:
د هرات ولایت د پوهنې ریاست د ۴۰ تنو ښوونکو او کارکوونکو لپاره د رواني روغتیا د پوهاوي پنځه ورځنی سیمینار د دغه ریاست د روغتیا د مدیریت له خوا د نړیوال رواني ټولنیز انستیتیوت IPSO په مرسته جوړ شو.
د دغه سيمينار د پرانستلو په مراسمو کې د دغه ولايت د پوهنې ریاست د ښوونې او روزنې آمر مولوي عبدالجليل مزمل د رواني روغتيا په اړه د پوهاوي پر اهميت ټينګار وکړ او د يادې شوې ادارې څخه يې د دغه ګټور پروګرام د ترسره کولو له امله مننه وکړه.
- کندز:
د کندز ولایت د پوهنې ریاست د ښوونې او روزنې آمر قاري رحیم ګل احمدي د دغه ریاست د داخلي څانګو له مدیرانو سره په مرکز کې د راپور ورکولو د بهیر پر اسانتیا، د راپور ورکولو د سیستم پر کیفیت او د معیاري راپورونو د چمتو کولو په موخه خبرې وکړې.