په بغلان ولايت کې د یو باب لېسې د ودانۍ بیارغونه پیل شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۱:۵۷
sdf

د بغلان ولایت مرکز اړوند «د غلام جیلاني جلالي لېسې» د بیارغاونې چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

د بغلان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد نور عزیزي، د یادې لېسې د ودانۍ بیارغونې د پیل په مراسمو کې وویل: دغه لېسه له ډېرې مودې راهیسې د تېرې ادارې د اربکیانو له خوا غصب شوې وه او زده کوونکي یې له حقه بې برخې وو؛ چې لله الحمد، د افغانستان.ا.ا. په حاکمیت سره دغه عالي لېسه، بیا ځلې د هېواد بچیانو ته د زده کړو په موخه چمتو شوه.

نوموړي وويل، چې اوسمهال د بغلان ولايت پوهنې رياست په هلو ځلو او دغلام جيلاني جلالي بنسټ په مالي مرسته، دهمدغې لېسې بيارغونې چارې پيل شوې دي.

د یاد ولایت پوهنې رئیس داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد «صلى الله عليه وسلم» د مبارک حديث په استناد، دښوونيزو بنسټونو جوړول يو له صدقه جاریه نېکو اعمالو څخه وبلل؛ له ملي سوداګرو او شتمنو اشخاصو څخه يې وغوښتل، چې له پوهنیز نظام سره خپلو مالي او معنوي همکاریو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د لوګر ولایت د ۲۸۸ بابه ښوونځیو لپاره د درسي کتابونو وېش لړۍ پیل شوه

د لوګر ولایت پوهنې ریاست پورې اړوندو ۲۸۸ بابه ښوونځیو لپاره د ۳۱ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت، د ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره د کتابونو او درسي موادو وېش پروسه پیل شوه.

یاد کتابونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۳۰
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه، تېره اوونۍ د یاد ریاست یو څارنیز ټیم، د کابل ښار پنځمې تعلیمي ناحيې اړوند ۵بابه رسمي او خصوصي ښوونځیو له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځيو د بدني زده‌کړې روزونکو لپاره سیمینار پای ته ورسېد

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست، د کابل ښار د بدني روزنې ښوونکو د سپورټي وړتیاوو لوړولو په موخه، د ښوونځیو ۳۰ تنو ښوونکو لپاره د والیبال او فوټسال برخو کې یو روزنیز سیمینار. . .

BACK TO NEWS