په خوست کې د لکڼو سرکیو بوړیو ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۰ - ۱۴:۴۷
په خوست کې د لکڼو سرکیو بوړیو ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د پوهنې وزارت، خوست :د خوست ولایت مرکز پورې اړوند د لکڼو سرکیو بوړیو ښوونځي ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د مرستیال والي ښاغلي عبدالواحد پټان، د ولایتي شورا استازي قمرعلي لکڼوال، د پوهنې رئیس نصیر احمد روښان، د بېلابېلو ادارو چارواکو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو او زده کوونکو له لوري پرانیستل شوه.

د خوست مرستیال والي وویل: د خوښۍ ځای دی، چې د سرکیو بوړیو ښوونځي ودانۍ نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، دا ودانۍ په دریو پوړونو کې د ۲۱ نیم میلیونه افغانیو په لګښت د هندوستان هیواد په مالي ملاتړ جوړه شوې.

ښاغلي پټان زیاته کړه ، ولایتي ادارې ته د پوهنې بهیر لومړیتوب لري او په نوي کال کې به هغو ښوونځیو ته هم ودانۍ جوړې شي، چې دا مهال یې زده کوونکي سرپناه نه لري.

همدارنګه د پوهنې رئیس نصیر احمد روښان په خپلو خبرو کې وویل: یاده ودانۍ ۱۷ ټولګي، ۶۸۸ متره د احاطې دیوال، ۵ غرفې تشنابونه، د اوبو ژوره څاه، ۲۲۰ جوړې میزونه او چوکۍ او نورې اړوندې ښونیزې آسانتیاوې لري، چې د یادې ودانۍ په جوړیدو سره زده کوونکو ته د زده کړو خوندي چاپېریال برابر شو.

همدا شان په یاده غونډه کې یو شمېر قومي مشرانو ویناوې وکړې او د یاد ښوونځي په پرانیستو یې خوښي څرګنده کړه او دا یې د خوست او په ځانګړي ډول د لکڼو لپاره لویه پروژه وګڼله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۰:۲۳
Background image

د خیبر پښتونخوا ایالت د سیمه‌ییزو مدارسو د استادانو  ارزونه ترسره شوه

د پوهنې وزارت د اتشه دفتر پلان له مخې، د یو ښوونیز سیمینار له ترسره کېدلو وروسته، د خیبر پښتونخوا ایالت د ټولو سیمه‌ییزو مدارسو د مدرسینو د تجوید قواعدو په اړه ارزونه ترسره شوه، چې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۰:۲۳
Background image

د کندهار زون د محترمو علما‌‌ءکرامو یو ورځنۍ ازموینې په اړه خبرتیا

د لوړو زده کړو وزارت د دیني درجو او تخصصاتو لوی ریاست په پام کې لري، د هغو محترمو علماءکرامو ازموینه چې په کندهار زون کې یې نوم‌لیکنه کړې ده، د شنبې ورځ، په۱۰/۵/۱۴۴۷ نېټه واخلي.
په همدې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۰:۲۳
Background image

په غزني ولایت کې ښوونکو لپاره علمي سیمینار جوړ شو

د غزني ولایت پوهنې ریاست، د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ،  د مرکز اړوند رسمي او خصوصي ښوونځيو د ۲۵۰ تنو ښوونکو لپاره «د اسلامي ښوونې او روزنې ارزښتونه او اصول» تر سرلیک لاندې سیمینار. . .

BACK TO NEWS