په غزني ولایت کې یو باب دیني مدرسه افتتاح او په دوه بابه لېسو کې اوبو رسولو شبکې فعالې شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۵:۲۹
شب

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند رحمیه مدرسه په رسمي ډول افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاده مدرسه چې ۵ درسي خونې او نور اړین ملحقات لري، د غزني ولایت د پورته ذکر شوې ولسوالۍ په اصغر خېل کلي کې په یو جرېب ځمکه کې د ځایي اوسېدونکو له لوري د ۸۰۰ زره افغانیو په مرسته جوړه شوې او په یو وخت کې د شاوخوا ۳۰۰ تنو زده‌کوونکو ظرفیت لري.

د پوهنې مسئولینو، دیني علماءکرامو او د خلکو استازو د دغې مدرسې د پرانیستې په مراسمو کې د پوهنې اهمیت او د ټولنې په اصلاح او هوساینې باندې د هغو د مثبت اغېز په هکله خبرې وکړې.

د یو بل خبر له مخې؛

د یاد ولایت د قره باغ ولسوالۍ خلکو، د خپلې سیمې په مرکزي اوقلیاقل ښوونځيو کې د ۴۰ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو سیسټمونه نصب او فعال کړل.

د پوهنې وزارت مشرتابه د تعلیمي بنسټونو جوړولو، تجهیزولو او پراختیا په برخه کې د خلکو له مالي اومعنوي مرستو هرکلی او ستاینه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۲
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د معیاري ازموینو د څلورمې او وروستۍ ورځې له بهیر څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د معیاري ازموینو په څلورمه او وروستۍ ورځ، د کابل ښار شپږمې ښوونیزې حوزې اړوند عبدالعلي مستغني عالي لېسې ته لاړ او هلته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۰
Background image

په غزني ولایت کې د یوې لېسې کمپیوټر خونه پرانیستل شوه

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې، د جاغوري ولسوالۍ اړوند نور جاغوري لېسې کمپیوټر خونه رسماً پرانیستل شوه.
یاد لابراتوار چې ۲۱ پایې کمپیوترونه د هغوی له مېزونو او څوکيو سره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

په کابل ولایت کې د یوې لېسې احاطوي دېوال له جوړولو څارنه وشوه

د کابل ولایت پوهنې ریاست د رهبري د لارښوونې پر بنسټ، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د پوهاند نګهت سعیدي لېسې د ډبرین احاطوي دېوال جوړولو بهیر څخه څارنه وکړه، کوم چې دغه لېسه د چهار آسیاب. . .

BACK TO NEWS