په لغمان کې د ښوونکي نړيواله ورځ ونمانځل شوه
د پوهنې وزارت_لغمان: د لغمان د پوهنې رياست له لوري د ښوونکي نړیواله ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.
په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت د پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوي وه، د ولایت د مقام استازو برسیره، د پوهنې رییس عبدالله حمیدی، د دولتی ادارو یو شمیر مسوولینو، قومی مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.
د غونډی په پیل کې د پوهنې رییس عبدالله حمیدی د ښوونکي د ورځې په مناسبت د پوهنې سرپرستې وزیرې رنګینه حمیدي پیام ولوست او د خپلو خبرو په لړ کې يې ټولو ګډونوالو ته د ښوونکې د ورځې مبارکي وویله او د پوهنې په برخه کې يې د روان کال لاسته راوړنې په مختصر ډول تشریح کړي او د ښوونکو ځينې ستونزې د ولايت مقام استازي او د دې ولايت مالي او اداري چارو رییس سره شریکې کړي.
وروسته د ولایت د مقام مالی او ادراې رییس ښاغلي ابراهیمي د غونډي ګډونوالو ته د ښوونکي د ورځي د مبارکې تر څنګ ښوونکو ته ډاډ ورکړ چې د لغمان د ولايت مقام پورې اړوند او د دې مقام د صلاحيتونو په چوکاټ کې ستاسو ټول حقوق به درکول کيږي، کوم چې د ولايت مقام له صلاحيتونو لوړ وي ډېر ژر به يې د مرکزي حکومت له اړوندو مشرانو سره رسمآ شريکوي.
د غونډي په پای کې یو شمیر ښوونکو ته د ښه خدمت له کبله ستاینلیکونه ورکړل شول.
