په هلمند کې د نجونو یو ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

د پوهنې وزارت، هلمند: د هلمند ولایت د مرکز اړوند د C2 د نجونو د ښوونځي نوې ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په هغه مراسمو کې چې په همدې موخه جوړ شوي وه، د هلمند ولایت والي برید جنرال عبدالنبي الهام، د پوهنې رییس محمد داود شاه صفاری، د ښار جوړونې رییس فاضل صافي، د سیمې مشرانو ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.
د هلمند والي د ودانۍ له پرانېسلتو خوښي وښوده او د سیمي له اوسیدونکو یې و غوښتل چې د ښوونځي په ساتلو کې جدې پاملرنه وکړي .
والي زیاته کړه، چې په دې ولایت کې به د پوهنې د ودې او پیاوړتیا لپاره جدي هلې ځلې وکړي.
د پوهنې رییس داود شاه صفاري په وینا د C2 د نجونو د ښوونځي نوې ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د ښار جوړونې وزارت په همکاري د ۱۵،۵ میلونه افغانی په مجموعي لګښت جوړه شوې، چې د لابراتوار، کتابتون او کمپیوټر خونو په ګډون ۶ تدریسي او دوه اداري خونې او نورې اړوندې ښوونیزی آسانتیاوي لري.
د یادوني وړ ده، چي هلمند کي دا مهال په بیلابیلو ولسوالیو کې د ښوونځیو جوړوني چاري رواني دي او ډېر ژر به ګټي اخستنې ته وسپارل شي.