په کاپیسا ولایت کې د پوهنې ریاست کارکوونکو ته د کرونا وایروس د واکسین لګولو بهیر پبل شو
د پوهنې وزارت، کاپیسا: دا چې ډیری ښوونکي او د پوهنې ریاست کارکوونکي له کرونا وایروس نه زیانمن شوي نو دې موضوع ته په پاملرنې سره، د دې وایروس د واکسین لګولو لومړي پړاو کې، د یاد ریاست کارکوونکو ته واکسین لګول پیل شول.
د یاد ولایت د پوهنې رئیس عبدالعلیم عیار د دې ولایت د عامې روغتیا له ریاست څخه په مننې سره وویل: په لومړي پړاو کې د پوهنې ریاست اداري کارکوونکو ته، د عامې روغتیا رئیس محمد شعیب په شتون کې د کرونا وایروس واکسین ولګول شو. او په پام کې ده چې په راتلوونکو پړاونو کې د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو ښوونکو ته واکسین ولګول شي.
همداراز د پوهنې رئیس له خلکو وغوښتل څو په ښوونیزو مرکزونو کې د کرونا وایروس له خپریدو څخه د مخنیوي په موخه ، له روغتیایي مرکزونو د کرونا وایروس واکسین تر لاسه او وې ولګوي.
د کاپیسا ولایت د عامې روغتیا رئیس محمد شعیب دانش، د یاد ولایت د پوهنې ریاست له مشرتابه څخه، له کرونا وایروس سره د مبارزې په برخه کې د هغوی له مرستو او همکاریو مننه وکړه، د یاد واکسین په ګټورتوب وغږیده او له لګولو وروسته ، د احمتالي زیانونو په اړه یې خلکو ته ډاډ ورکړ.
