په کاپیسا ولایت کې د یو لومړني ښوونځي لپاره ځمکه ځانګړې شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
214

د هېواد په مرکز او ولایتونو کې له ښوونیز نظام څخه د خلکو د ملاتړ په دوام، دا ځل د کاپیسا ولایت د پوهنې یو تن دوست شخصیت، د یاد ولایت پوهنې ریاست ته خپله ۶۰۰ متره مربع ځمکه وقف کړه.

د کاپیسا پوهنې رياست مسئولين، د دغه ځمکې ارزښت ۳۰۰ زره افغانۍ بولي او د یاد ولايت له اوسېدونکي عبدالبصير څخه يې مننه وکړه، چې خپل شخصي ملکيت يې د پوهنې برخې ته ځانګړی کړی دی.

د پوهنې مسئولین وایي: زموږ دغه هېوادوال ياده ځمکه د قلعه سيدخان د نجونو لومړني ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو ته وقف کړې ده.

له بلې خوا د کاپيسا ولايت د پوهنې رئيس مولوي محمد فريد حقاني، د هېواد د بچيانو لپاره د متوازنو ښوونيزو خدمتونو وړاندې کول د هېوادوالو بنسټیز حق وباله او ژمنه يې وکړه، چې په یاده برخه کې به خپلې هڅې لاپسې ګړندۍ کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۲:۴۴
Background image

پکتیکا ولایت کې د څه باندې ۴۶۰ زره افغانیو په لګښت د یو شمېر ښوونځیو لپاره لابراتوار خونې جوړې شوې

د پکتیکا ولایت د زیړوک، اومنه ارګون او یوسف خېل ولسوالیو څلورو لېسو لپاره د پوهنې له بودیجې څخه د ۴۶۶ زره ۴۹۵ افغانیو په لګښت مجهزې لابراتوار خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۲:۲۷
Background image

په دایکنډي ولایت کې د یو باب ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د دایکنډي ولایت شهران ولسوالۍ اړوند د مملوق لېسې د ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، چې د وه نیم جرېبه ځمکه یې د دوه مېلیونه افغانیو په لګښت د یادې ولسوالۍ د خلکو لخوا د همدغې لېسې جوړولو لپاره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۲:۱۶
Background image

د مرکز او ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

- کابل:
د کابل ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو او مسئولینو لپاره (د راپور لیکلو او آنلاین راپور ورکولو) په نوم یو ورکشاپ پرانیستل شو، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

- پکتیا:
د پکتیا ولایت د. . .

BACK TO NEWS