پوهنیز نظام څخه ملاتړ، د راتلونکي نسل په ځان بسیاینه
پوهنې وزارت، پنجشیر: دا یوه خبره خو روښانه ده چې اولسي ملاتړ له یوې خوا د هیواد زده کړییز سیستم پیاوړی کوي او له بل اړه د پوهنې په وده کې هم خورا اغیزناک رول لري.
له پوهنې سره د اولسي مرستو په لړ کې ، احمد ذکي حبیبي په خپل شخصي لګښت له ۷ ټولګي نه تر۱۲ پورې زده کوونکو ته ۱۰۰۰ ټوکه کتابونه وپیرل او د یاد ولایت خینج او شهید مسعود ښوونځیو ته یې ډالۍ کړل.
هیره دې نه وي چې نوموړي تیرکال هم د خنج عالي لیسې ته ۲۰۰ ټوګه درسي کتابونه مرسته کړې وو.
د پنجشیر ولایت د پوهنې ریاست مشرتابه زموږ د ګران هیوادوال د دې عمل هرکلی وکړ او له نورو یې وغوښتل چې د کتاب راټولولو کمپاین کې فعاله ونده واخلي.
نوموړي د خنج عالي لیسې مدیر سید اسرار هاشمي او د دوی له همکارانو چې د عامه مرستې راجلبولو لپاره کار کوي، د هڅو ستاینه او قدرداني وکړه.
