کاپیسا کې د نجونو یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانېستل شوه

د پوهنې وزارت_کاپیسا: د کاپیسا ولایت د کوهستان په لمړی حصه کې د ملا خلیلو د نجونو لیسي نوې ودانۍ د ۷ ملیونو افغانیو په لګښت پرانیستل شوه او دغه ښوونځۍ د بي بي صفورا عزیز د نجونو په لیسه ونومول شوه.
په هغه مراسمو کې چې د ملا خليل د نجونو د لیسې په انګړ کې ترسره شول؛ د ولایتي شورا رییس محمد حسین سنجني، د پوهنې رییس عبدالعلیم عیار، د ښاري پلان جوړونې ولایتي رییس خواجه مسرور صدیقي، قومي مشران، ښوونکې او یو زیات شمیر زده کونکي حاضر وو.
د پوهنې رییس عبدالعلیم عیار د ښوونځي د نوې ودانۍ د پرانېستو له امله د سیمې اوسېدونکو ته مبارکي وویله د ښوونکو، زده کوونکو او د سیمې له اوسېدونکو وغوښتل، چې د ودانۍ ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
ښاغلي عیار د معیاري ښوونځیو جوړول د زده کړې یو له مهمو عناصرو څخه وبله او زیاته یې کړه چې د دې ودانۍ په پرانیستلو سره به د زده کونکو ستونزه د درسي ځای د نشتوالي له امله حل شي.
د کاپیسا ولایت د ښاري پلان رییس خواجه مسرور صدیقي په وینا چې؛ دغه ودانۍ د ښار د پراختیا او ځمکو وزارت له بودیجې څخه د ۷ میلیونو افغانیو په مجموعي لګښت د ۱۰۰۰ مترمربع ځمکي په ساحه کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي، چې ۶ درسي خونې، د احاطی دیوال، د څښاک اوبو څاه، تشنابونه، لمریزې بریښنا دستګاه او نورې اړوندې ټولې ښوونیزې آسانتیاوې لري.