په پروان ولایت کې یو ښوونځي ته نوي ودانۍ جوړیږي

د پوهنې وزارت، پروان: په پروان ولایت کې د مرکز اړوند میرعبدالکریم معقول د نجونو لیسې ته د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره د ولایت والي ډګرجنرال فضل الدین عیار له لوري په داسي حال کې، چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د وانیو چارو مرستیاله آغلې سحر همدرد، د پوهنې رییس عبدالظهور حکیم، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون در لود کیښودل شوه.
د ښوونځي نوې ودانۍ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت لخوا د افغانستان د حکومت له بودیجې څخه د څه باندې ۴۳ میلیونه افغانیو په مجموعي لګښت په دریو پوړونو کې جوړیږي، چې ۱۸ درسي خونې ، د احاطي دیوال، د څښاک اوبو څاګانې او نورې اړینې آسانتیاوي به ولري.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوي وه د پروان والي ډګرجنرال فضل الدین عیار خبرې وکړې او د دغه ښوونځي د بنسټ ډبره د لیسې زده کونکو، ښوونکو او د سېمې خلکو ته مبارکی وویله او هیله یې وښودله چې د ودانۍ کار په بشپړیدو سره، د زده کونکو ستونزې به د درسي ټولګي د نشتون له امله حل شي، او هغه له زده کونکو وغوښتل چې په راتلونکي کې د ښوونځي د ودانۍ ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.
همدارنګه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مرستیالې سحرهمدرد د پروان ولایت د رهبرۍ هڅې وستایلې او نوي ودانۍ یې د پوهنې د ودې په لور یو مثبت او مؤثر ګام وباله.
د پروان ولایت د پوهنې رییس عبدالظهور حکیم په داسې حال کې چې د پروان ولایت د رهبري او ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پاملرنې له امله مننه وکړه، او ژمنه یې وکړه چې د دې ولایت د خلکو د ستونزو د حل لپاره به د ښوونې او روزنې خدماتو وړاندې کولو کې جدي پاملرنه وکړي.