کابل پوهنتون کې د سږ کال د کانکور آزموينې ممتازو زده کوونکو لپاره ستاينغونډه جوړه شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۲ - ۱۳:۱۷
لب

په هغه ستاينغونډه کې چې د سږ کال کانکور د ممتازو زده کوونکو لپاره په کابل پوهنتون کې جوړه شوې وه، پکې د پوهنې وزارت د سرچينو او ادارې معين سربېره يو شمېر نورو حکومتي مشرانو هم ګډون درلود.
په ياده غونډه کې د پوهنې وزارت د سرچينو او ادارې معين مولوي صبغت الله وصيل، د ممتازو زده کوونکو په ستاينه او هڅونه خوښي څرګنده کړه او د پوهنې وزارت په استازيتوب يې د هېواد بچيانو لپاره د زده کړو په برخه کې د آسانتياوو برابرول يې له خپلو اساسي موخو څخه وګڼل.
نوموړي ټينګار وکړ چې د هېواد پوهنيز نظام د پرمختګ په برخه کې به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.
د سرچينو او ادارې معين تېر تاريخ او قربانيو ته په کتلو، مدرسه او منبر د اسلام د دښمنانو په مقابل کې د غازيانو د راپورته کېدلو او قربانيو لومړني مرکزونه وبلل.
په پای کې نوموړي د ديني او عصري علومو زده کړه د هېواد او خلکو د هوساينې او پرمختګ لپاره يوازيني بنسټيزه لاره وبلله او په دې برخه کې يې له خپل لوري د هر ډول آسانتیاوو برابرولو ژمنه وکړه.
په ورته مهال، د کانکور ممتازو زده کوونکو هر يو په خپل وار  د دوی د ستاینې په تړاو خوښي څرګنده کړه  او ژمنه یې وکړه چې د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې به د خپل هېواد په آبادۍ او پرمختګ کې خپل ملي او اسلامي رول ولوبوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۰:۲۴
Background image

له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې ځینې خبرونه

- د هېواد له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې ترلاسه شوي خبرونه ښیي چې؛ د افغانستان.ا.ا. د مشرتابه عالي مقام د فرمان او د پوهنې وزارت د لایحې له مخې، د ښوونځیو د زده کونکو د یونیفورم د یو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۹:۴
Background image

په تېر یو کال کې د غزني ولایت پوهنې ریاست د بیارغونې له کړنو راپور

د غزني ولایت پوهنې ریاست د راپور له مخې، د تېر کال په اوږدو کې، د دې ادارې لخوا د یاد ولایت په بېلابیلو سیمو کې د ۵۹ مېلیونه افغانیو په ټولیز لګښت ۲۷ بابه تعلیمي مرکزونه بیارغول شوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۳:۵۰
Background image

خبرتیا

د کابل ښار پوهنې ریاست د ۱۴۰۴ ښوونیز کال لپاره زده کونکوته د تدریس په موخه، په لاندې ځایونو کې کرایي ودانیو ته اړتیا لري:

۱- آتمه تعلیمي ناحیه؛ د سلیمان خېل منځنی ښوونځی (۸ خونې) او د. . .

BACK TO NEWS