له ولایتونو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه
![طزرذد](/sites/default/files/2023-09/whatsapp_image_2023-09-23_at_9.20.35_am.jpeg)
پنجشېر
د پنجشېر والي الحاج حافظ محمد آغا حکيم، د ياد ولايت د پوهنې له رئيس مولوي غلام ايشان حماس سره په داسې حال کې وکتل چې د ياد رياست د اسلامي زده کړو آمر هم شتون درلود.
دواړو لوریو د ښوونځیو د ودې او پراختیا، په ښوونځیو او مدارسو کې د درسي کیفیت او همدارنګه د پنجشېر ولایت د پوهنې په برخه کې د هر ډول ننګونو د حل په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د همکارۍ او همغږۍ ژمنه وکړه.
بادغیس
د بادغیس ولایت پوهنې رئیس مولوي محب الله احسان او ورسره مل پلاوي، د ياد ولایت د سنگ آتش او دره بوم نويو تاسيس شويو ولسوالیو ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې، د سیمه ییزو ادارو له مسئولينو او قومي مشرانو سره وکتل.
په ورته مهال، نوموړي د يادو ولسواليو د پوهنې نوي آمرين هم خپلو همکارانو ته ور وپېژندل.
لوګر
د لوګر ولایت پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز او د لوګر ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي میرویس وحیدالله د ياد ولایت په مرکز پل علم کې د محمدي دارالعلوم له څلور نیم میاشتنیو آزموینو څخه څارنه وکړه.
په ياده کتنه کې د ولایت مقام رئیس د پوهنې له ریاست سره د همکارۍ د اعلانولو پرمهال، د يادې پروسې نظم او دسپلین د منلو وړ وباله او زده کوونکي یې زده کړو ته وهڅول.
له ياد ریاست څخه یو بل خبر:
د لوګر ولایت پوهنې ریاست د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د ياد ولایت مشرتابه پلاوي، د اطلاعاتو، فرهنګ او یو شمېر نورو ادارو د استازو هم پکې ګډون درلود، د دغه ریاست کارکوونکي او د سږ کال د کانکور آزموینې ممتاز زده کوونکي په معنوي ډاليو سره وستايل.
ننګرهار
د ننګرهار ولايت پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني د ياد ولايت د سره رود ولسوالۍ د انوار العلوم صديقيه د مدرسې له څلور نيم مياشتنيو آزموينو څخه څارنه وکړه.