په لوګر ولایت کې د ۱۵ بابه ښوونځیو د بیارغونې او ترمیم چارې دوام لري
د لوګر ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي: چې د یو مرستندویه بنسټ په مرسته، په یاد ولایت کې د ۱۵ بابه ښوونځیو د بیارغونې او ترمیم چارې روانې دي.
په یادو پروژو کې د ۶ بابه ښوونځيو د ټولو محلقاتو سره بیارغول، د پاکو اوبو څاګانو کیندل، د احاطوي دیوالونو جوړول او د لمریزې برېښنا سیسټم نصبول شامل دي.
په پام کې ده، چې د یاد ولایت د پوهنې ریاست له لوري به په راتلونکو څو ورځو کې د ۸ بابه نورو ښوونځیو د جوړولو چارې پیل شي.