د پنجشېر ولایت د ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو لپاره روزنیز سیمینار پیل شو
د پنجشېر ولایت مرکز په شمول د شتل،عنابه او رخه ولسوالیو د ښوونځيو ۷۳ تنو مدیرانو او سرښوونکو لپاره ۵ ورځنی ښوونیز سیمینار د یاد ولایت پوهنې چارواکو په حضور کې پیل شو.
د پورته ذکر شوي سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې، د پنجشېر ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمود طالب ثاقب د پوهنې ترلاسه کولو اهمیت په اړه خبرې وکړې او له ګډونوالو یې وغوښتل چې د ترلاسه کړو مهارتونو څخه په خپلو ورځنیو درسونو کې اعظمي ګټه پورته کړي.
ګډونوالو د دغه شان علمي غونډو څخه هم خپله رضایت څرګند او د ورته نورو ګټورو تعلیمي پروګرامونو غوښتنه یې وکړه.
