د پکتیکا ولایت په یو باب مدرسې کې د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ شو
د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د علم پروره خلکو په مالي ملاتړ سره د ۲۲۰ زره افغانیو په لګښت، سرروضې ولسوالۍ مرکزي دیني مدرسې لپاره د لمریزې برېښنا منظم سیسټم فعال کړ.
د یادې مدرسې چارواکو او طلابو له دغه نېک اقدام څخه خوښي څرګنده او ویې ویل چې د همدغه سیسټم په فعالېدو سره به اداري او تعلیمي چارې لاپسې پیاوړې شي.
