د بامیان ولایت په ۸ بابه ښوونځیو کې د لمریزې برېښنا سیسټمونه پرانیستل شول

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۵:۱۸
15

د بامیان ولایت پوهنې ریاست په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي: د یاد ولایت والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي ، پوهنې رئیس محترم قاري عنایت الله سهار او مسئولینو په حضور کې، د مرکز سربېره په پنجاب، شیبر، کهمرد او سیغان ولسوالیو کې د ۸ بابه ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونه د ۱۴۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت افتتاح او په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

یادې پروژې چې ټول ظرفیت یې په ساعت کې شاوخوا ۷۵.۵ کیلو واټه برېښنا ده، د یوې خیریه ادارې په مالي ملاتړ په دغو ښوونځیو کې نصب او فعالې شوې.

د پوهنې وزارت مشرتابه، د پوهنیزنظام لپاره د خیریه بنسټونو له ملاتړ ستاینه کوي او د یادو ښوونځیو د کارکوونکو برېښنا ته لاسرسی د یادو ادارو د تعلیمي او اداري چارو لاپرمختګ لپاره اغېزمن ګڼي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوې لېسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد او د یاد ولایت د ګیان ولسوالۍ علماءکرامو او د خلکو استازو د یوې لویې غونډې په ترڅ کې، د لیستور لېسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښوده.

د دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۴:۵۳
Background image

د فاریاب ولایت پوهنې ریاست کې لارښود غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئیس محترم الحاج مولوي اول ګل ایوبي په مشرۍ د فاریاب ولایت پوهنې ریاست د مختلفو څانګو د رهبرۍ او چارواکو سره د یادې ادارې په ساینس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ولایت پوهنې نوی رئیس معرفي شو

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین د معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق له خوا، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، محترم الحاج مولوي عبدالسلام شعیب د کابل ولایت پوهنې نوي رئیس په توګه په رسمي ډول د. . .

BACK TO NEWS