د بغلان ولایت د ښوونکو مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره سیمینار جوړ شو

د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د ښوونکو مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره ۸ ورځنی مسلکي سیمینار، د یاد ولایت پوهنې چارواکو په حضور کې پیل شو.
د پوهنې مسئولینو له ګډونوالو وغوښتل چې د خپلو علمي وړتیاوو پراختیا او ښهوالي لپاره د سیمینار له منځپانګې څخه ډېره ګټه پورته کړي او خپل نوي مېتودونه له نورو ښوونکو سره شریک کړي.
له پلان سره سم به د یاد سیمینار په ترڅ کې ښوونکو ته د تدریسي مهارتونو او نويو ښوونیزو مېتودونو په تړاو روزنه ورکړل شي.