د بلخ والي او د پوهنې رئیس د امام مسلم ديني مدرسې څخه ليدنه وکړه
![۱۲۳](/sites/default/files/2023-07/whatsapp_image_2023-07-11_at_9.38.09_am.jpeg)
د بلخ والي حاجي محمد یوسف وفا په داسې حال کې چې د یاد ولایت د پوهنې رئیس، مولوي عبدالجلیل شهیدخیل هم حضور درلود، د امام مسلم ديني مدرسې ودانیزو او درسي چارو څخه لیدنه وکړه.
په دې کتنه کې د يادې ديني مدرسې رئيس، شيخ مولوي عبدالقاهر راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل: دغه مدرسه د اته سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت په يو نيم جريب ځمکه کې د جوړېدو په حال کې ده. چې لګښت يې د دې ولایت د سوداګرو او د پوهنې دوستو وګړو له لوري ورکول کېږي.
د مسؤلینو په وینا: د مدرسې د ترمیم چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې دي او د پاتې برخې چارې به هم ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ور پسې د بلخ والي د يادې مدرسې په جوړېدو خوښي څرګنده کړه، او د دغه ولايت د مخورو خلکو له مرستو يې قدرداني وکړه .
نوموړي د ديني مدارسو د پراختيا په برخه کې د پوهنې رياست له پاملرنې ستاينه وکړه.
هغه د يادې مدرسې پر زده کوونکو د نغدو پيسو د وېش پرمهال له مسئولينو وغوښتل، چې يتيمان د خپل اولاد په څېر وګڼي او د هغوى سالمې روزنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال په ياده مدرسه کې شاوخوا ٢٥٠ تنه بې سرپرسته زده کوونکي د ليليې په بڼه زده کړې کوي.