د دایکنډي ولایت د تعلیمي مرکزونو مسئولینو او ښوونکو لپاره مېتودیکي سیمینار جوړ شو

د دایکنډي ولایت د کجران او کیتي ولسوالیو د ښوونځیو د ۳۳۸ تنو منسوبینو لپاره د سیمهییزو چارواکو په حضور کې "د اغېزمن تدریس او زدهکړې ترویج" تر سرلیک لاندې ۶ ورځني ورکشاپونه پرانیستل شول.
په یادو ورکشاپونو کې به ۴۳ تنه آمرین او مدیران، له ۱۲ تنو څخه زیات سرښوونکي، ۱۷۴ تنه ښوونکي او د ښوونځيو د اداري شورا ۱۰۸ تنه غړي وروزل شي.
د پوهنې مسئولینو د ښوونکو او مدیرانو لخوا د زدهکړې کیفیت لا ښه کولو لپاره د نورو زیاتو هڅو پر اهمیت ټینګار وکړ او له ګډونوالو یې وغوښتل چې په دې روزنیز پروګرام کې په جدي توګه برخه واخلي او ترلاسه شوې پوهه په دقیق ډول نورو ته انتقال کړي.