د غزني ولايت د پوهنې د رئیس د وفات له امله د پوهنې وزارت د تسلیت پيغام

په ډېره خواشيني سره مو خبر تر لاسه کړ،چې نن ورځ چهارشنبه د شعبان د مياشتې ۱۵ مه نېټه د غزني ولايت د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد منیر منصور د ور پېښې ناروغي له امله په حق ورسېد. انا لله و انا الیه راجعون.
د پوهنې وزارت مشرتابه مرحوم مولوي محمد منیر منصور ته د فردوس جنت دعا کوي او کورنۍ، دوستانو، ملګرو او همکارانو ته يې د تسلیت مراتب وړاندې کوي.
یقینا چې مولوي منصور د هيواد يو قهرمان بچی، زړور مجاهد او مخلص سپاهي وو.
د دین او هيواد په لاره کې د نوموړي جهادي او علمي خدمتونه هېڅکله د هېرولو نه دي. الله تعالی دې ور باندې ورحمیږي او د نوموړي ټول خدمتونه دې په خپل دربار کې قبول او مقبول وګرځوي.آمین.