د لوګر ولایت له پوهنې ریاست سره د څه باندې ۵،۷ زره ډالرو په ارزښت د ۹۶۰ تدریسي کڅوړو مرسته وشوه

د یو ښوونیز بنسټ لخوا، د لوګر ولایت له پوهنې ریاست سره د ۵ زره ۷۲۲ ډالرو په ارزښت د صنفي اصولو ښوونکو لپاره د درسي موادو ۹۶۰ کڅوړې مرسته وشوه.
دغه درسي کڅوړې چې ۴ قلمه درسي مواد لري، ټاکل شوې د نوي ښوونیز کال په پیل کې د دغه ولایت د صنفيٍ اصولو په ۹۶۰ تنو ښوونکو ووېشل شي.
پوهنې وزارت، د ټولو همکارو بنسټونو له مرستو مننه او هرکلی کوي.