د هرات ولایت دیني مدارسو مدیرانو لپاره د اداري اسنادو لارښود سیمینار جوړ شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۰:۳
25

د هرات ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو مدیریت له خوا، د یاد ولایت د دیني مدارسو مدیرانو او مهتممینو لپاره "د دیني مدارسو د مدیرانو او مامورینو لپاره د ځانګړو اداري مکاتیبو لارښود" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار ترسره شو.

په یاد پروګرام کې به ګډون‌والو ته د اداري اسنادو او مکاتیبو ډولونه، فورمې، جوړښت او د مکاتیبو لیکلو طریقې په څېر موضوعات تدریس شي.

د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي رحمت‌الله «جابر» د سیمینار د پیل په مراسمو کې وویل: "د دغو پروګرامونو پلي کول د احصایوي معلوماتو راټولولو او شننې پروسې په ګړندي کولو او د چارو په لاسمه توګه پرمخ وړلو کې مهم رول لري، چې باید له زده‌کړو مهارتونو څخه اعظمي ګټه واخیستل شي."

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۶:۰
Background image

پکتیکا ولایت کې د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت یو باب ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړولو کارونه پیل شول

د پکتیکا ولایت یوسف خېل ولسوالۍ د عبدال‌بابا ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ جوړولو چارې د پوهنې ریاست مسئولینو په حضور کې پیل شوې.

دغه پروژه د سیمې د خلکو په ملاتړ د ۲ مېلیونه افغانیو لګښت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۴:۳۸
Background image

د پوهنې وزارت د مقام د دفتر نوی رئیس معرفي شو

د پوهنې وزارت د مقام د دفتر نوي رئیس شیخ محمد طارق طاؤس، د ښوونې او روزنې معین او د یاد وزارت کفیل الحاج مولوي سخاءالله سعید له خوا، د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې معرفي شو.

په یادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۴:۳۶
Background image

غزني ولایت کې یو باب ښوونځي لپاره د سپورټ لوبغالی جوړ شو

د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ اړوند قلوچ عالي لېسې لپاره د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د فوټبال لوبغالی، پوهنې چارواکو او ځایي اوسېدونکو په حضور کې پرانیستل شو.

د سپورټ دغه لوبغالی، چې یوه. . .

BACK TO NEWS