د هېواد په ۱۷۲ بابه ښوونځیو کې نږدې د ۸ زره تنو زدهکوونکو زدهکړې کچې لپاره د ملي ارزونې پروګرام پیل شو
د زدهکوونکو زدهکړې کچې لپاره د ملي ارزونې پروګرام، د پوهنې وزارت د ستراتیژیک پلان له لومړیتوبونو څخه دی، چې پر بنسټ یې د یاد وزارت د معیاري ازموینو او ښوونیزو پایلو ارزونې ریاست د خپل کاري پلان له مخې، د هېواد په ۸ سړو ولایتونو کې د زدهکوونکو زدهکړې کچې ارزونې پروګرام پلی کوي.
د دغه ریاست علمي غړي د یاد پروګرام پلي کولو لپاره د کابل، بامیان، سمنګان، هرات، بلخ، بغلان، پنجشېر او غزني ولایتونو ته ګمارل شوي او په دې موده کې به هغوی د ژبې، اسلامي زدهکړو، ساینس او ریاضي مضمونونو کې د ۱۷۲ بابه رسمي او خصوصي ښوونځيو اړوند د شپږم ټولګي ۳۷۸۴ تنه زدهکوونکي او د نهم ټولګي ۳۷۸۴ تنه زدهکوونکي وارزوي.
د پورته ذکر شویو ولایتونو د ښوونځيو د ۱۷۲ تنه مدیرانو او ۶۸۸ تنه زدهکوونکو سره به د زدهکړې اغېزمنو عواملو او ننګونو په اړه بحثونه او د نظرونو تبادله هم ترسره شي.
