د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

- بامیان:
د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د ښوونځيو روغتیا څانګې مسئولینو، د بامیان ولایت له پوهنې رئیس قاري عنایت الله سهار سره په کتنه کې، د ښوونځیو زده کونکو لپاره د کولمو چینجیو له منځه وړلو کمپاین پلي کولو په اړه بحث وکړ.
- پکتیکا:
د پوهنې له بودیجې څخه د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې اړوند الجهاد عالي لېسې لپاره، د یو لک او ۴۰ زره افغانیو په لګښت، په کمپیوټرونو سمبال یو باب درسي خونه جوړه شوه، چې د پوهنې مسئولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
- هلمند:
د هلمند ولایت د باباجي او نادعلي ولسوالیو د مدارسو مسئولینو او مهتممینو لپاره د افغانستان.ا.ا. د احکامو او فرمانونو او د پوهنې وزارت د کړنلارو د تشرېح په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو، چې پکې د یاد ولایت پوهنې چارواکو هم ګډون درلود.