د پوهنې وزارت سرپرست وزیر د یونیسف له هیئت سره وکتل

د پوهنې وزارت د مقام په دفتر کې د یاد وزارت سرپرست وزیر شیخ القرآن والحدیث الحاج مولوي نورالله (منیر) صاحب د یونیسف له هیئت سره وکتل .
په یاد ملاقات کې د پوهنې وزارت د دفتر لوی رئیس مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده صاحب،د نشراتو او عامه اړیکو رئیس مولوي عزیزاحمد(ریان) او د نړیوالو اړیکو او تمویلوونکو ریاست رئیس استاد وحیدالله هاشمي صاحب هم برخه درلوده .
په دې ملاقات کې د هیواد له پوهنیز نظام سره د یونیسف دمرستو او نورو اړوندو مسایلو په اړه مفصل بحث وشو.
د پوهنې سرپرست وزیر د خپلې وینا په ترڅ کې له یونسیف او نورو کومکي ادارو څخه د هیواد له تعلیمي نظام سره د ترسره کړیو همکاريو مننه وکړه او هغوی یې لا نورې همکاري ته وهڅول .