د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین د غزني ولایت د ده یک ولسوالي له اړوندو مدارسو څخه لیدنه وکړه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۷ - ۸:۵۶
د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین د غزني ولایت د ده یک ولسوالي له اړوندو مدارسو څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې د معین شیخ مولوي سعیداحمد شهیدخیل په مشرۍ پلاوي چې په ترکیب کې یې د یاد وزارت د دارالعلومونو رئیس مولوي عبدالقدوس، د زده کوونکو د چارو (امور متعلمین) رئیس استاد حبیب الله خالد او د تقنین او پالیسي رئیس مولوي محمد رحیم ایوب شامل دي، د غزني ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د ده یک ولسوالي له اړوندو مدارسو څخه لیدنه وکړه.
پلاوي په یاد سفر کې د ده یک ولسوالي د لاندې مدارسو او دارالحفاظونو له تدریسي او اداري چارو څخه لیدنه وکړه او له هرې مدرسې سره یې یو ځانګړی مقدار مالي مرسته وکړه ترڅو ورباندې د اعاشې، اباتې او ترمیماتو په برخه کې موجودې اړتیاوې پوره شي:
۱- دحضرت عبدالله بن عمر(رضی الله عنه) مدرسه۲-جامعه فاروقیه ۳- د انوارالعلوم مدرسه ۴- دامام ابوحنیفه(رحمه الله)مدرسه ۵- دامام سید حاجي مدرسه ۶- روحانیه مدرسه ۷-دنجم المدارس مدرسه ۸-داحیاء العلوم مدرسه ۹-دنورالهدی مدرسه۱۰-دفضل المدارس مدرسه ۱۱-دسلطان شهاب الدین غوري دارالحفاظ ۱۲-دمفتاح العلوم مدرسه ۱۳ -د تعلیم القرآن نعمانیه مدرسه او دارالحفاظ ۱۴- دشمس المدارس مدرسه او دارالحفاظ.
د پوهنې وزارت معین صاحب د یادو مدارسو له مسئولینو سره په مالي مرستې برسیره هغوی ته ځینې اړینې سپارښتنې هم وکړې او په علمي ډګر کې یې د هغوی هلې ځلې وستایلې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۲:۳۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو خبرونه

هرات

د یوې همکارې تعلیمي ادارې په ملاتړ د هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ اړوند د میمیزک ښوونځي سره د ۱۲۰ زره افغانیو مرسته شوې ده.

په دې مرسته کې یو پایه کمپیوټر، تعلیمي کڅوړې او د څښاک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۱:۷
Background image

د نشه‌يي توکو کمولو ملي کمېټې سره د پوهنې وزارت د سواد زده کړې ریاست فعالیتونه

د اسلامي.ا.مارت عالي مقام د هدایت پر بنسټ، د نشه يي توکو کمولو ملي کمېټه تاسیس شوه، چې د پوهنې وزارت هم د دې کمېټې د سواد زده‌کړې څانګې غړی دی.

د هېواد ټولټال ۱۲ رسمي ادارې د دې کمېټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۱:۴
Background image

د بدخشان ولایت د یو باب لېسې لپاره احاطوي دېوال جوړولو پروژه بشپړه شوه

د بدخشان ولایت یاوان ولسوالۍ د زو لېسې احاطوي دېوال رغولو کارونه په پاخه او اساسي بڼه بشپړ شول.

یاد دېوال چې د پورته ذکر شوي کلي د خیرخواه خلکو په صادقانه همکارۍ بشپړ شوی، ۹۰ متره. . .

BACK TO NEWS