د پوهنې وزارت د شهادتنامو نوی رئیس معرفي شو
![123](/sites/default/files/2023-09/whatsapp_image_2023-09-04_at_1.40.40_pm.jpeg)
د پوهنې وزارت د شهادتنامو نوی رئیس مولوي عبدالقدیم محمدي د هغو مراسمو په ترڅ کې، چې پکې د پوهنې وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، د شهادتنامو ریاست آمرینو او مسؤلینو ګډون درلود، د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق له لوري کاروکوونکو ته ور وپېژندل شو.
یاد مراسم د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول او ورپسې د کیفیت تضمین معین په دولتي ادارو کې بدلونونو ته اشاره وکړه او ویې ویل: په ادارو کې بدلونونه او تغیرات یو اصل دی چې د کاري بهیر د لاښه والي په موخه ترسره کیږي.
نوموړي د ياد ریاست د پخواني سرپرست ملا موسى کليم وهاج، د کارونو او نوښتونو ستاينه وکړه او د يادې ادارې نوي رئیس ته یې د ټاکل کېدو مبارکي وویله.
په ورته مهال، دشهادتنامو نوي رئیس د .ا.ا.ا عالي مقام له باور څخه د مننې تر څنګ، د پوهنې وزارت د قوانينو، لارښوونو او کړنلارو تطبیقول خپله اساسي موخه وبلله.
نوموړي له اړوندو مسئولینو او کارکوونکو څخه وغوښتل، چې د دغه ستر مسئوليت په تر سره کولو کې ورسره مرسته وکړي.