د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معين فاریاب ولایت ته سفر وکړ

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۸ - ۹:۳۸
er

 د هېواد شمالي ولایتونو (بلخ، فاریاب، جوزجان او سرپل) د پوهنې وضعیت د ارزونې په موخه، د پوهنې وزارت ښوونې او روزنې معين الحاج مولوي سخاء الله سعید د یوه پلاوي په ګډون چې د ولایتی چارو د انسجام رئیس الحاج مولوی پاینده محمد تعليم او د ښوونې او روزنې یو شمېر سلاکارانو او کارپوهانو يی هم ملتيا کوله، فاریاب ولایت ته سفر وکړ.
پلاوی  فاریاب ولایت په رسېدلو سره، د یاد ولایت دپوهنې رئيس ، آمرينو، استادانو او ښوونکو له تود هرکلي سره مخامخ شو.
 د دواړو لورو ترمنځ په مخامخ ليدنه کې د فارياب ولايت ښوونيزوضعيت وارزول شو  او د ستونزو په له منځه وړلو کې نظرونه تبادله شول. 
دغه راز  ياد پلاوي د مخامخ ليدنو په ترڅ کې چې د مسؤلینو،ښوونکو،علماؤ او قومي مشرانو سره وشوې،
د ښوونيزو اسانتياوو او خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د دغه وزارت پر پلانونو ټينګار وکړ او له هغوى يې وغوښتل ترڅو له يادو پلانونو ملاتړ وکړي.
 د دې ناستې په دوام د پوهنې رئیس د دغه ولایت ښوونیز او روزنیز وضعیت ته د پوهنې وزارت د رهبرۍ له پاملرنې څخه خوښي څرګنده کړه او د پوهنې وزارت رهبرۍ ته یې د پوهنې پلانونو د تطبیق په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ. 
  د فاریاب ولایت په ګډون شمالي ولایتونو ته د ښوونې او روزنې معين د سفر موخه، د پوهنې د وضعیت ارزول او د ۱۴۰۲ کال د عملیاتي پلانونو پلي کول دي چې په پام کې ده د سفر په ترڅ کې لاندې موخې تعقيب کړي.
 ۱- د فاریاب ولایت ښوونیز او روزنیز وضعیت ته هر اړخیزه کتنه.
 2-  د پوهنې ریاستونو د بېلابېلو څانګو د ورځنیو چارو لپاره د پلانونو د څرنګوالي څارنه.
 ۳- د  پوهنې ریاست مسؤلینو په ګډون د ښار او ولسواليو د پوهنې آمرينو لپاره د روزنیز ورکشاپ جوړول.
 ۴-  په محرومو او لیرې پرتو سیمو کې د ښوونکو د ګمارنې له کړنلارې څخه څارنه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۹:۵۶
Background image

په فراه ولایت کې له راستنېدونکو کډوالو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د فراه ولایت پوهنې ریاست له ۲۰۳ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت په موخه ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې د یاد ولایت چارواکو وویل: پوهنې وزارت د هېواد د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۹:۵۴
Background image

د بامیان ولایت د سیمه ییزو ښوونکو وړتیا لوړولو لپاره ورکشاپ جوړ شو

د بامیان ولایت پوهنې ریاست د ورس ولسوالۍ اړوند سیمه ییزو ښوونځیو ۵۲ تنو ښوونکو لپاره د زده کړې کیفیت ښه کولو او مسلکي مهارتونو پیاوړتیا لپاره ۸ ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره کړ.
یاد ورکشاپ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۹:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ساینس او ​​ریاضياتو سیالیو دویم پړاو پیل شو

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت د ولسوالیو د زده کوونکو ترمنځ د ساینس او ​​ریاضياتو سیالیو دویم پړاو پیل کړ.
دغه سیالۍ د پلان سره سم د ساینس مرکز د علمي غړو او متخصصینو په ګډون. . .

BACK TO NEWS