د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین د غور ولایت له والي او سېلاب ځپلو کورنیو سره وکتل

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۱۰:۵۰
19

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق او ورسره مل پلاوی، د یو لړ ښوونیزو او رزونیزو چارو د څېړنې په موخه غور ولایت ته ورسېد.
د پوهنې وزارت معین په داسې حال کې چې د یاد ولایت د پوهنې رئیس الحاج شیخ حفیظ الله محفوظ، د علماوو شورا رئیس او د غور ولایت د سیمه ییزو ادارو یو شمېر مسئولینو هم حضور درلود، د غور ولایت له والي ملا احمدشاه دین دوست او د ولایت مقام له مشرتابه سره په کتنه کې، د پوهنیز وضعیت لاښه والي، د ښوونیزو بنسټونو د پراختیا، ښوونیزو خدمتونو ته د دغه ولایت د ټولو ماشومانو د لاسرسي او په یو لړ نورو مهمو موضوعاتو بحث او خبرې اترې وکړې. 
دغه راز د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین د غور ولایت په مرکز فېروز کوه ښار او مرغاب ولسوالۍ کې دوه بابه لیلیه مدارس تاسیس کړل، چې په یو وخت کې د ۲۰۰ تنو زده کوونکو ظرفیت لري.
ورپسې د ياد ولايت والي د پوهنې وزارت معین او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په دغه ولايت کې د ديني مدارسو د جوړېدو په اړه خوښي څرګنده او په دې برخه کې يې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د غور ولایت پوهنې رئیس د پوهنې ریاست د دندو په اړه د لنډ راپور وړاندې کولو ترڅنګ، یو شمېر وړاندیزونه او اداري ستونزې هم د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.
ورپسې د پوهنې وزارت معین د پوهنې ریاست له مشرتابه، علماوو او د یو شمېر اړوندو ادارو له مسئولینو سره د سېلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه او په ترڅ کې یې د شهیدانو له وارثینو او کورنیو سره وکتل. 
نوموړي په یاد ولايت کې د وروستيو سېلابونو له امله د شهیدانو او ټپيانو کورنیو ته د پوهنې مشرتابه د غمشریکۍ پیغام، په ځانګړې توګه د پوهنې وزارت د سرپرست الحاج مولوي حبيب الله آغا د خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړل.
د پوهنې وزارت معین د غور ولايت پوهنې مسئولينو ته دنده وسپارله، تر څو په يادو سيمو کې د وېجاړو شويو ښوونیزو بنسټونو د بيارغونې په برخه کې ژر تر ژره اقدام وکړي.
  په پاى کې د یاد ولایت استازو د پوهنې وزارت د مشرتابه د خواخوږۍ له امله قدرداني وکړه او له پوهنیز نظام سره يې د خلکو د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۱۸
Background image

پروژه ترمیم ۲۲ باب مکتب به ارزش نزدیک به ۵ میلیون افغانی در ولایت نورستان آغاز گردید

کار ترمیم و اعمار تعمیر های جدید مکاتب، دیوارهای احاطوی، اعمار مبرزها، حفر حلقه چاه‌های آب آشامیدنی صحی و ایجاد سیستم‌های سولری برای۲۲ باب مکتب در ولسوالی‌‌های واما، وانت، وایگل،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۱۱
Background image

د پوهنې وزارت د سواد زده‌کړې ریاست او د زندانونو چارو د سمون ادارې ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک په تړاو غونډه جوړه شوه

په هغو مراسمو کې چې د پوهنې وزارت د سواد زده‌کړې ریاست او د زندانونو چارو د سمون ادارې ترمنځ د بې سوادۍ له منځه وړلو او د زندانیانو لپاره د سواد زده‌کړې کورسونو جوړولو په موخه د ګډو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۱:۳۴
Background image

کابل ولایت کې د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي ودانۍ ترمیم شوه

د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوند د حسن البصري "رحمه الله" عالي لېسې د ودانۍ بیارغونې او ترمیم چارې د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت، د سیمه ییزو علم پاله ولسي خلکو په مالي ملاتړ بشپړې او د یاد. . .

BACK TO NEWS