د پوهنې وزارت پر درۍ کلن پراختیایي پلان باندې د یوې غونډې په ترڅ کې بحث وشو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۹ - ۱۰:۵۳
SADFG

هغه غونډه چې د پوهنې وزرات د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله اخندزاده او رئیسانو سربېره د پوهنې وزارت د پلان جوړونې رئیس او کارپوهانو په ګډون جوړه شوې وه، پکې د پوهنې وزارت د درۍ کلن پراختیایي پلان د شرایطو او محتوا په اړه بحث او نظرونه تبادله شول. 
یاده غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې د پلان رئیس د یاد پلان د جوړښت په اړه ګډون والو ته معلومات ورکړل.
دغه راز د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین هم د یادې موضوع په باب خبرې وکړې او څرګنده يې کړه، چې دپوهنې وزارت په ګډون د ټولو څانګو لپاره د پلان ترتيب او چمتو کول يوه ضروري او مشخصه موضوع ده، چې په ټاکلي وخت کې باید د هغه پلي کول وڅارل شي.
ورپسې د غونډې ګډون والو د یاد پلان په اړه له هر اړخیزو بحثونو وروسته خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل او لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۵:۴
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۹۵ یمه غونډه ترسره شوه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۹۵ یمه نوبتي غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې پکې د پورته ذکر شوي کمېسیون غړي او د ۱۲ مرکزي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د  داوطلبۍ اعلان

د فاریاب ولایت پوهنې ریاست، د ۴ پایې کمپیوټرونو، پرنټرونو، سکنرونو او پروجکټرونو پېرودلو پلان لري.
د یاد ولایت پوهنې ریاست ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د پورته ذکر شویو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د ارزګان ولایت پوهنې ریاست علمي او مسلکي غړو لپاره د "اغېزمنې زده کړې او ودې" ورکشاپ پیل شو 

د ارزګان ولایت پوهنې ریاست لخوا، د ولسوالیو پوهنې آمریتونو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو او د مسلکي پراختیا ښوونکو لپاره د "اغېزمنې زده کړې او ودې" علمي او مسلکي سیمینار پیل شو.
د یاد. . .

BACK TO NEWS