د کندهار له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۹:۵۳
۱۲۳

د کندهار ولايت د ژېړۍ ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي حضرت شاه د خپل کاري ټيم سره د يادې ولسوالۍ د زاهديه، روحانیه او حقانيه له مدارسو او همدارنګه د پير محمد او قاضي عبدالمجيد لیسو له اداري او تدريسي چارو څخه ليدنه وکړه او په ورته وخت کې د يادې ولسوالۍ د پوهنې ستونزې یې له نږدې وڅارلې او د ستونزو د حل په موخه یې ځینې لارښوونې ورته وکړې.

د کندهار د صوفي لیسې آمر د همدې لېسې د ښوونکو په مرسته د يادې لېسې ودانۍ یې په خپل شخصي لګښت ترميم او رنګ کړې. د ښار د پوهنې آمریت د يادې لېسې د آمر او ښوونکو دغه کړنه وستایله او نور يې هم د ورته کړنو د ترسره کولو لپاره وهڅول.

د کندهار ولايت د شاولي کوټ ولسوالۍ د پوهنې آمر حاجي محمود د يادې ولسوالۍ د ویان د منځني ښوونځي له تدريسي او اداري چارو ليدنه وکړه او د يادې ښوونځي له ښوونکو سره يې د هغوى د ښوونيزو او روزنیزو فعاليتونو د ښه والي په باب خبرې وکړې.

د کندهار د پوهنې ریاست په نویو اجراآتو کې حاجي مولوي محمد د دې ولایت د مرکز اړوند د میربازار لېسې د آمر په توګه وټاکل شو او د دغه ښار د پوهنې د آمر حافظ مولوي محمد عثمان روحاني له خوا اړوندو کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

همدارنګه د کندهار ولایت د کښته میوند ولسوالۍ د پوهنې آمریت د SHAO موسسې په مالي مرسته د لمریزې برېښنا په سیستم سمبال شو.
 د دې ولسوالۍ د پوهنې آمر د يادې ادارې له دوامداره مرستو څخه مننه او قدرداني وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۲:۳۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو خبرونه

هرات

د یوې همکارې تعلیمي ادارې په ملاتړ د هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ اړوند د میمیزک ښوونځي سره د ۱۲۰ زره افغانیو مرسته شوې ده.

په دې مرسته کې یو پایه کمپیوټر، تعلیمي کڅوړې او د څښاک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۱:۷
Background image

د نشه‌يي توکو کمولو ملي کمېټې سره د پوهنې وزارت د سواد زده کړې ریاست فعالیتونه

د اسلامي.ا.مارت عالي مقام د هدایت پر بنسټ، د نشه يي توکو کمولو ملي کمېټه تاسیس شوه، چې د پوهنې وزارت هم د دې کمېټې د سواد زده‌کړې څانګې غړی دی.

د هېواد ټولټال ۱۲ رسمي ادارې د دې کمېټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۱:۴
Background image

د بدخشان ولایت د یو باب لېسې لپاره احاطوي دېوال جوړولو پروژه بشپړه شوه

د بدخشان ولایت یاوان ولسوالۍ د زو لېسې احاطوي دېوال رغولو کارونه په پاخه او اساسي بڼه بشپړ شول.

یاد دېوال چې د پورته ذکر شوي کلي د خیرخواه خلکو په صادقانه همکارۍ بشپړ شوی، ۹۰ متره. . .

BACK TO NEWS