د یوه خصوصي روغتون رئیس د نیمروز ولایت له پوهنې رئیس سره وکتل
په نیمروز ولایت کې د خاتم النبیین (صلی الله علیه وسلم) د ۲۰۰ بستریز خصوصي روغتون رئیس، د یاد ولایت د پوهنې له رئیس مولوي ګل احمد حقاني سره وکتل.
په یاده کتنه کې د دغه روغتون رئيس د نیمرزو ولايت د پوهنې رياست له پلانونو او پروګرامونو څخه د ملاتړ په ترڅ کې وويل، چې د دغه روغتون مشرتابه د ښوونکو او منسوبينو د تداوۍ او درملنې په برخه کې ځانګړی تخفيف په پام کې نيولی دی.
د پوهني رياست مشرتابه د ياد روغتون د دغه دوستانه او بشردوستانه کړنې د ستاينې ترڅنګ، له نورو شتمنو کسانو هم وغوښتل، چي د پوهني رياست سره دوامداره مرسته وکړي.