لغمان ولایت کې د یو باب ښوونځي ۳ زره متره مربع غصب شوې ځمکه بیاځلې د یاد ښوونځي په ملکیت کې شامله شوه

د لغمان ولایت الیشنګ ولسوالۍ اړوند وطن ګټو ښوونځي ۳۰۶۹ متره مربع ځمکه چې له تېرو کلونو راهیسې غصب شوې وه، د پوهنې ریاست په همکارۍ او نورو ادارو په هڅو سره بېرته د پوهنې وزارت په ملکیت کې ثبت شوه.