له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه
![123](/sites/default/files/2023-09/whatsapp_image_2023-09-12_at_2.51.23_pm.jpeg)
لوګر
په لوګر ولایت کې د مرحوم استاد خلیل الرحمن ستانکزي کورنۍ، د شهید غلام نبي سمسور عالي لېسې د تدریسي او اداري څانګو لپاره د ۶۰ زره افغانیو په ارزښت د اداري وسایلو مرسته وکړه. د لوګر پوهنې ریاست د ستانکزي کورنۍ له دې نېک اقدام او مرستې څخه مننه او قدرداني وکړه.
بغلان
د بغلان ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمدنورعزيزي، د خپل کاري سفر په دوام د یاد ولايت نهرين ولسوالۍ ته دسفر پر مهال د حضرت عمر بن الخطاب (رضي الله عنه)، امام اعظم (رحمه الله)، اسلاميه امداد العلوم، مفتاح القرآن دارالحفاظ،د ګل مهران نمبر ۱ لېسې، لکڼ خېلو او هیلي لومړنیو ښوونځیو تدریسي او اداري فعالیتونه وڅېړل او زده کوونکي یې د عصري او دیني علومو زده کړو ته وهڅول.
هرات
د هرات ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت د دیني مدارسو د ۲۱۵تدریسي، اداري او خدماتي خالي بستونو د ډکولو په موخه،رقابتي آزموینه واخیسته.
د هرات پوهنې رئيس مولوي عبدالله اميني د آزموینې د تر سره کولو موخه، د یاد ولایت په خصوصي دیني بنسټونو کې د نویو استادانو ګمارل یاد کړل.
سمنګان
څه موده وړاندې د سمنګان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۸ بابه ښوونځیو د بیارغونې په موخه، د رضاکارانو غونډه د یاد ولایت په پوهنې ریاست کې پیل شوه.
د سمنګان پوهنې رياست رهبري له يادو شرکتونو وغوښتل، چې د کارونو ريښتينوالى او کيفيت په پام کې ونيسي.
ننګرهار
د ننګرهار ولايت پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني، د یاد ولايت د شپې لېسې له آزموينې څارنه وکړه او د علم او پوهې پر ارزښت يې د خبرو پر مهال، د زده کوونکو په نمرو کې پر شفافيت او عدالت ټينګار وکړ.