له ولایتونو څخه د پوهنې لنډو خبرونو ته کتنه
![123](/sites/default/files/2023-08/whatsapp_image_2023-08-10_at_12.24.07_pm.jpeg)
هلمند
د هلمند ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري، د یاد ولایت نادعلي ولسوالۍ ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې، د مرکزي محمدیه مدرسې، اشرفیه او سلیمان خیلو دارلعلومونو څخه لیدنه وکړه.
نوموړي د يادو دیني بنسټونو له زده کوونکو او استادانو سره د ديني زده کړو په برخه کې د هلو ځلو په تړاویې د افغانستان .ا.ا عالي رهبرۍ لارښوونې له هغوی سره شریکې او د عملي کېدو غوښتنه يې وکړه.
ننګرهار
د ننګرهار ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د حاجي بابا خیریه بنسټ د ښوونځیو۶۰۰ تنو زده کوونکو ته د انګلیسي ژبې، ساینسي مضامینو، املا او انشاء ( د اصولې صنفي دورې لپاره) په وړیا ډول د زده کړې کورسونه جوړ او تر څنګ یې درسي مواد هم دوی ته و وېشل.
لوګر
د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ د مغل خېلو لېسې د زده کوونکو والدینو، په ټولیزه توګه ۱۸ زره افغانۍ راټولې او د یادې لېسې د زده کوونکو لپاره یې د څښاک د اوبو سیستم فعال کړ.
د يادې ولسوالۍ پوهنې آمریت د زده کوونکو د والدینو له دغه نېک اقدام څخه ستاينه وکړه او دا يې صدقه جاریه وبلله.
کابل
د کابل ولایت موسهي ولسوالۍ د پوهنې آمریت د دولسم ټولګي د ۱۷۰ تنو زده کوونکو څخه د کانکور آزمویښتي آزموینه واخیسته.
د يادې ولسوالۍ پوهنې رياست د مسئولينو په وينا، له یادې آزموينې يې موخه، د کانکور د آزموينې له طريقو او پوښتنو سره دنوماندانو اشنا کول دي.
د کابل ښار پوهنې ریاست
د کابل ښار پوهنې ریاست پلاوی، د څارنې پروګرام په لړ کې له رسمي ساعتونو بهر، دیاد ښار یو شمېر ښوونځیو ته ولاړ او په یادو ښوونځیو کې یې د شپنیو ساتونکو له شتون او فعالیت څخه څارنه وکړه او د هغوی د وضعیت او ستونزو په اړه یې وپوښتل.
له بل لوري، د يادو ښوونځیو شپني ساتونکو د خوښۍ د څرګندولو تر څنګ، يو لړ ستونزې له ورغلي پلاوي سره شريکې کړې.