له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت د مرکزي دارالحفاظ، دارالمعلمین او د ګیانې، خیرکوټ، دیله خوشامند او چهاربران ولسوالیو مسوولینو د دغه ولایت د پوهنې له رئیس الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي سره وکتل او د خپلو لاسته راوړنو او فعالیتونو په باب یې راپور ورکړ.
د پوهنې رئیس د دوی د هڅو د ستاینې تر څنګ ژمنه وکړه، چې په یادو برخو کې به د پوهنې ستونزې هوارې کړي.
جوزجان
د جوزجان د پوهنې ریاست چارواکي وايي: د یونیسف ادارې د سیمه ییز دفتر د وړاندیز پر اساس یادې ادارې له پوهنې ریاست سره د ۸۳ خیمو مرسته وکړه. د دغه ولایت د پوهنې ریاست رهبري له دې ادارې څخه مننه وکړه.
ننګرهار
د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د بیدار ځوانانو بنسټ د دې ولسوالۍ یو شمېر جوماتونو ته د لوړسپیکرونو، بیتریو او سولرونو مرسته وکړه او شاوخوا ۴۰۰ زده کوونکو ته یې د وړیا زده کړو کورسونه هم جوړ کړل. د پوهنې چارواکو او ځايي خلکو د دغه ځوانان د هېواد پالنې له احساسه څخه مننه وکړه.
بادغیس
د یونیسف سیمه ییز دفتر د بادغیس ولایت د پوهنې ریاست د ښوونځیو لپاره ۷۵ خیمې برابرې کړې. د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي محب الله احسان د ياد شوي دفتر له مرستو څخه د مننې ترڅنګ د پوهنې د ودې په برخه کې د لا زياتو مرستو غوښتنه وکړه.
فاریاب
د فارياب ولايت د پوهنې له رياست سره د يونيسف موسسې له خوا له ١٣٧ خیمو سره مرسته وشوه. د مسوولينو د څرګندونو له مخې: ټاکل شوې ده دغه خيمې په نږدې راتلونکي کې پر هغو ښوونځیو ووېشل شي، چې درسي خوني نه لري.