له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

جوزجان
د جوزجان ولایت د کرنې انیستیوت د دغه ولایت د پوهنې ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز کې د ۱۲ بابه ښوونځیو لپاره ۴۰۰ نیالګي مرسته وکړه. د جوزجان ولايت د پوهنې رئيس مولوي محمد طاهر جواد د نيالګيو ايښودل یې د چاپيريال په ځانګړي ډول د ښوونيزو مرکزونو د زرغونتيا او پاکوالي په برخه کې ګټور وبلل او له اړوندو مسوولينو يې وغوښتل، چې د يادو نيالګيو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.
نورستان
د نورستان ولايت د کامديش ولسوالۍ مشرانو او استازو د دغه ولايت د پوهنې له رييس تاج محمد مطمين سره په کتنه کې د هغوى په کليو کې د ښوونځيو د جوړولو، د سيمه ييزو زده کړو د ټولګيو د جوړولو او د نورو ښوونيزو او روزنیزو فعاليتونو د دوام غوښتنه وکړه.
سرپل
په سرپل ولایت کې د یونیسف سیمه ییز دفتر د دغه ولایت له پوهنې ریاست سره د ۳۳ خیمو مرسته وکړه.
د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي محمد رحماني د يونيسف موسسې د سيمه ييز دفتر له مرستو څخه مننه وکړه او ويې ويل: ياد شوي دفتر له دې وړاندې هم له دې ادارې سره د ٥٠ خيمو مرسته کړې وه او د ٣٣ نويو خيمو په ورکړې سره به د سرپل د پوهنې د ستونزو یوه برخه حل شي.
پنجشیر
د پنجشير ولايت د پوهنې رياست کاري غونډه د دې ریاست د ښوونې او روزنې د آمر تر څارنې لاندې جوړه شوه .
د دې کاري غونډې د ترسره کولو موخه په ۱۴۰۲ کال کې د ښوونیزو چارو د ښه والي او چټکتیا لپاره د مناسبو لارو موندل دي.
پروان
د پروان ولایت د پوهنې ریاست د ساینس مرکز عمومي مدیریت د چاریکار ښار د ښوونځیو ۲۰ تنو ښوونکو ته د ساینسي تجربو د زده کړې په موخه سیمینار جوړ کړ.
په دې ۱۲ ورځني پروګرام کې به د څلورم، پنځم او شپږم ټولګیو د ساینسي مضامینو استادانو ته علمي او تجربوي مسایل ور زده شي.