له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۷ - ۱۲:۳۸
له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

لوګر

د لوګر ولايت د پوهنې رئيس مولوي جنت ګل عزيز په یوه غونډه کې د دغه رياست له آمرینو او مديرانو سره وکتل او د پوهنې د وضعیت د څيړنې په ترڅ کې يې له اړوندو مسوولينو څخه وغوښتل چې د نوي تعلیمي کال د پيل لپاره لازم چمتووالى ونيسي، ترڅو د ښوونې او روزنې په بهیر کې له ستونزه سره مخامخ نه شي.

هرات

د ښوونځيو د املاکو د ساتنې او پالنې ریاست پلاوي او د ښوونځيو د ودانيزو پروژو د څارنې او ارزونې په موخه هرات ولايت ته سفر وکړ.
ټاکل شوې دغه پلاوي د هرات د ښوونځیو د ودانیزو پروژو ارزونه وکړي او پایلې یې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړي.

کاپیسا

د کاپيسا ولايت د نجراب ولسوالۍ د ښوونځيو شپږ تنه مامورین او ۳۷ تنه خدماتي کارکوونکي د دغه ولايت د پوهنې رياست د مشرتابه پلاوي له خوا و ارزول شول.

جوزجان

د جوزجان ولايت د پوهنې رياست چارواکي وايي: د ټولنې د پراختيا او همغږۍ موسسې د دغه ولايت د پوهنې له رياست سره په همغږۍ د دغه ولايت په پنځو ولسواليو کې د سواد زده کړې شاوخوا سل ټولګي جوړ کړي، چې سلګونه کسان پکې د ليک او لوست په زده کړه بوخت دي.
 د دغه ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد طاهر جواد وويل: د جوزجان پوهنې رياست هڅه کوي، چې د دغه ولايت په نورو ولسواليو کې هم ورته ټولګي جوړ کړي، ترڅو د ټولنې ټول وګړي د ليک او لوست له نعمت څخه برخمن شي.

همدارنګه

د جوزجان ولايت د پوهنې رياست د ساینس او تکنالوژۍ تعلیمي مدیریت د دغه ولايت د قرقين او خماب ولسواليو ٣٥ تنو ښوونکو ته د تدريسي لابراتوارونو په برخه کې يو سيمينار جوړ کړ.
د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي محمد طاهر جواد وويل: د پوهنې رياست رهبري هڅه کوي، چې د يادو ولسواليو په ټولو ښوونځيو کې د زده کوونکو د عملي کار په موخه لابراتواري څانګې فعالې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۲:۳۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو خبرونه

هرات

د یوې همکارې تعلیمي ادارې په ملاتړ د هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ اړوند د میمیزک ښوونځي سره د ۱۲۰ زره افغانیو مرسته شوې ده.

په دې مرسته کې یو پایه کمپیوټر، تعلیمي کڅوړې او د څښاک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۱:۷
Background image

د نشه‌يي توکو کمولو ملي کمېټې سره د پوهنې وزارت د سواد زده کړې ریاست فعالیتونه

د اسلامي.ا.مارت عالي مقام د هدایت پر بنسټ، د نشه يي توکو کمولو ملي کمېټه تاسیس شوه، چې د پوهنې وزارت هم د دې کمېټې د سواد زده‌کړې څانګې غړی دی.

د هېواد ټولټال ۱۲ رسمي ادارې د دې کمېټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۱:۴
Background image

د بدخشان ولایت د یو باب لېسې لپاره احاطوي دېوال جوړولو پروژه بشپړه شوه

د بدخشان ولایت یاوان ولسوالۍ د زو لېسې احاطوي دېوال رغولو کارونه په پاخه او اساسي بڼه بشپړ شول.

یاد دېوال چې د پورته ذکر شوي کلي د خیرخواه خلکو په صادقانه همکارۍ بشپړ شوی، ۹۰ متره. . .

BACK TO NEWS