له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۷ - ۱۳:۵۶
قفلا

نیمروز

د پوهنې وزارت د روغتیایي څانګې مسوولینو د دغه ولایت د پوهنې ریاست د مشرتابه پلاوي په حضور کې د نیمروز ولایت د ولسوالیو د پوهنې مسوولینو ته د حفظ الصحې او په ښوونځیو کې د لاس مینځلو د اسانتیاوو د برابرولو په باب روزنیز پروګرام جوړ کړ.
په دغه پروګرام کې د اسلام د سپېڅلي دين له نظره د پاکوالي پر ارزښت ټينګار وشو او له ګډونوالو وغوښتل شول چې د سیمینار له محتوا څخه په خپلو ورځنیو چارو کې ګټه پورته کړي.

فراه

د فراه ولایت د پوهنې ریاست د سواد زده کړې د ټولګیو داوطلب ښوونکي د یوې غونډې په ترڅ کې د ستاینلیکونو په ورکولو سره وستایل شول او هغوی د ټولنې رښتیني خدمتګاران وبلل شول.

کاپیسا

 د کاپیسا ولایت د پوهنې ریاست د ساینس او تعلیمي ټکنالوژۍ د مدیریت لخوا د نجراب ولسوالۍ د ښوونځیو ۴۱ تنو ښوونکو ته د ساینسي مضامینو شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو.

دایکندي

په دې وروستیو کې حافظ انجینر صدیق الله ژمن د دایکنډي ولایت د پوهنې ریاست د مالي او اداري آمر په توګه په دریم بست کې معرفي شو. د دغه ولایت د پوهنې رئیس مفتي رحمت الله مدثر د ښوونې او روزنې او د اداري کارونو او خدمتونو د روڼتیا په برخه کې د نوي مالي او اداري آمر ګمارنه ګټوره وبلله او په دې برخه کې یې پر رښتینو هڅو ټینګار وکړ.

سرپل

د پوهنې وزارت د دوو ماسټر روزونکو له خوا د سرپل ولایت د پوهنې ریاست د ساینسي مدیریت او تعلیمي ټکنالوژۍ د علمي غړو او د ښوونکو د روزنې د استادانو لپاره شپږ ورځنی سیمینار جوړ شو.
د دغه ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني د دغه سیمینار له بهیر څخه لیدنه وکړه او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې له شته فرصتونو څخه ښه ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۲:۳۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو خبرونه

هرات

د یوې همکارې تعلیمي ادارې په ملاتړ د هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ اړوند د میمیزک ښوونځي سره د ۱۲۰ زره افغانیو مرسته شوې ده.

په دې مرسته کې یو پایه کمپیوټر، تعلیمي کڅوړې او د څښاک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۱:۷
Background image

د نشه‌يي توکو کمولو ملي کمېټې سره د پوهنې وزارت د سواد زده کړې ریاست فعالیتونه

د اسلامي.ا.مارت عالي مقام د هدایت پر بنسټ، د نشه يي توکو کمولو ملي کمېټه تاسیس شوه، چې د پوهنې وزارت هم د دې کمېټې د سواد زده‌کړې څانګې غړی دی.

د هېواد ټولټال ۱۲ رسمي ادارې د دې کمېټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۱:۴
Background image

د بدخشان ولایت د یو باب لېسې لپاره احاطوي دېوال جوړولو پروژه بشپړه شوه

د بدخشان ولایت یاوان ولسوالۍ د زو لېسې احاطوي دېوال رغولو کارونه په پاخه او اساسي بڼه بشپړ شول.

یاد دېوال چې د پورته ذکر شوي کلي د خیرخواه خلکو په صادقانه همکارۍ بشپړ شوی، ۹۰ متره. . .

BACK TO NEWS