له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

هرات
د پوهنې وزارت د حکم پر اساس مولوي سید حسن مولوي زاده د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د پوهنې آمریت د تعلیمي څارنې په توګه وټاکل شو او د دغه ولایت د پوهنې رئیس مولوي عبدالله امیني له خوا اړوندو کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
له همدې ولایت څخه یو بل خبر
د هرات ولایت د سواد زده کړې د کمېټې غونډه د والي او د ولایت د مشرتابه، د پوهنې ریاست د رئیس ، د سواد زده کړې د آمر او د کمېټې د غړو په ګډون جوړه شوه.
د هرات د پوهنې ریس مولوي عبدالله امیني په ټولنه کې د سواد او زده کړي پر ارزښت خبرې وکړې او له ګډونوالو یې وغوښتل چې په ټولنه کې د بې سوادۍ د له منځه وړلو لپاره جدي کار وکړي.
نیمروز
د سيرت النبي (ص) سيالۍ چې څه موده وړاندې د قلعه محمد لېسې د زده کوونکو ترمنځ پیل شوې وې، پايلې یې اعلان شوې.
د نیمروز ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل احمد حقاني وايي: دوی به د زده کوونکو په منځ کې د دیني او اسلامي ارزښتونو او د نبوي (ص) سیرت د خپرولو لپاره د پخوا په پرتله زیات کار وکړي.
هغه له ګډونوالو وغوښتل چې د نبوي سیرت په باب، چې هر څه زده کړي، لومړی یې په خپل ژوند کې عملي کړي.
نورستان
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو د معینیت تر څارنې لاندې په نورستان ولایت کې له خصوصي مدارسو سره نغدي مرسته وکړه.
د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي تاج محمد مطمين د يادو مدارسو له مسوولينو وغوښتل، چې په يادو شويو پيسو باندې د خپلو ديني بنسټونو ستونزې هوارې کړي.
کابل
د ماشومانو د ساتنې موسسې د کابل ولایت د پوهنې ریاست په مرسته د دغه ولایت په چهاراسیاب ولسوالۍ کې تر خپل کنترول لاندې د سیمه ییزو زده کړو په ۱۳ ټولګیو کې له ۳۹۸ زده کوونکو سره د جامو او ښوونیزو توکو مرسته وکړه.