لوګر ولایت کې د ۱۲۰۰۰ ډالرو څخه په زیات لګښت د ښوونځي ودانۍ بیاورغول شوه

د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالۍ اړوند سرخاب کلي د سرخاب عالي لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې چې څه موده وړاندې د یوې خیریه ادارې لخوا د ۱۲ زره ۸۰۰ ډالرو په لګښت پیل شوې وې، اوسمهال بشپړې او د یاد ولایت پوهنې چارواکو په حضور کې پرانیستل شو.
د بیارغونې په دې پروژه کې د ښوونځي د ودانۍ بیارغونه، د څښاک پاکو اوبو او لمریزې انرژۍ سیسټم نصبول او د څلورو نویو درسي خونو جوړول شامل وو.
د پوهنې وزارت مشرتابه له زدهکوونکو او کارکوونکو څخه وغوښتل چې د خپل ښوونځي له اسانتیاوو او تجهیزاتو څخه سالمه ګټه پورته کړي.