مسلم هندز مؤسسې لخوا مرکز میدان کې د ارزونې غونډه جوړه شوه

میدان وردګ ولایت مرکز میدان کې پوهنې ریاست سره په همغږي یادې شوې مؤسسې لخوا د ارزونې غونډه جوړه شوه،غونډې ته ۳۷ تنه دمرکز او ولسوالیو پوهنې آمریتو مسؤلین او د پوهنې نور کارکوونکي بلل شوي وه،
د مسلم هندز مؤسسې دمسؤلینو په وینا چې د مسلم هندز مؤسسه دپوهنې مسؤلینو او دپوهنې کارکوونکو لپاره د پوهنې په مختلفو برخو کې سمینارونه او غونډې جوړوي،د همدې لپاره ئې اړینه وبلله چې ننۍ د ارزوینې غونډه جوړه کړي ترڅو دا ورته جوته شي چې په راتلونکي کې پوهنې مسؤلین او کارکوونکي د پوهنې په کومو برخو کې غونډو او سیمینارو ته اړتیا لري،ترڅو په همغو برخو کې ورته علمي سیمینارونه او غونډې جوړې شي.